اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د وزيراعظم شهباز شريف عمومي اسمبلۍ ته خطاب ستائېلو سره ووئيل وزيراعظم د ملګرو ملتونو ع??ومي اسمبلۍ كښې د كشمير او فلسطين پخوانو شخړو٬موسمي بدلون٬ترهه ګرۍ او فتنه ا??خو??رج پشمول نورو م??ئلو ته د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولے دے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو ع??ومي اسمبلۍ ته خطاب نه پس خپل يو بيان كښې ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په ښه خطاب كښې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو رڼا اچولو سره د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق باوري كولو له دې اقدامات وكړی شي۔كشميريان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دې شخړې هوارے غواړي او وزيراعظم په فلسطينيانو د اسرائيل د ظلمونو په اړه هم د پاكستان قوي عزم څرګندولو سره په ملګرو ملتونو زور راوړے چې په دوه رياستي حل اډانه منصفانه او امن ناكه حل لپاره فعاله كردار ترسره كړي۔ ده ووئېل د سيمه ايزو شخړو نه علاوه وزيراعظم د ماحولياتي بدلون نړيوال بحران پلو هم پام ګرځولے د كوم په نتيجه كښې چې پاكستان زيات ځپلے شوے۔وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې د موسمي بدلون اثرات كمولو لپاره په خپلو لوظونو ع??ل وكړي۔وزيراعظم شهباز شريف د پرمختلليو هېوادونو څخه غوښتنه كړې چې په دې اړه مالياتي او تكنيكي مرسته كولو سره خپل لوظونه پوره كړي۔سپيكر ووئيل وزيراعظم په ډاګه كړې چې نړۍ له به د شخړو حل لپاره په ګډه كار كول وي۔ده ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون مخ نيوي او م??حولياتي انصاف ترلاسه كولو له به په ټولو نړيوالو هڅو كښې تر هر چا اول وي۔
Nguồn bài viết : Trò chơi